افغان تکواندو لوبغاړي خپل هانګ کانګي سیال ته ماتې ورکړه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i16975-افغان_تکواندو_لوبغاړي_خپل_هانګ_کانګي_سیال_ته_ماتې_ورکړه
د تکواندو افغان لوبغاړي محسن رضايي په باکو کې د نړیوالو سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې خپل هانګ کانګی سیال مات کړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 11, 1402 07:10 Asia/Kabul

د تکواندو افغان لوبغاړي محسن رضايي په باکو کې د نړیوالو سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې خپل هانګ کانګی سیال مات کړی دی.

د تکواندو فدراسیون چارواکي وايي، چې د هېواد دغه تکواندو لوبغاړي د منفي اته پنځوس کیلوګرام په وزن سره خپل سیال ته ماتې ورکړې او د سیالیو بل پړاو ته یې لاره موندلې ده.باید وویل شي چې د تکواندو سيالۍ د شاوخوا دوه سوو هېوادونو ترمنځ د اذربايجان د باکو په ښار کې پيل شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې د تايلند د موتای په نړيواله سيالۍ کې چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې ترسره شوې، په ايران کې د افغان کډوالو لوبډله په دې وتوانېده چې د دغو سياليو د ټولنيز نوښت مډال وګټي.