ښځې
-
په هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زدهکړو ته مخه کړې
عقرب 02, 1401 16:18د هرات کابو پینځه ویشتو تنو چې زیاتره یې ښځې او جینکۍ دی د ښه راتلونکی لپاره فنی حرفوي زده کړو ته مخه کړې ده. هغوی، د غالیو اوبدل، ګلدوزی، لومړۍ روغتیایی مرستې اوځینې نورې زده کړې کوی.
-
په کندوز کې پر مېرمنو باندې ۳۶۰ باغچې وویشل شوې
عقرب 02, 1401 10:06د سرپرست حکومت د کرنې وزارت وایي، په کندز ولایت کې یې پر کروندګرو مېرمنو ۳۶۰ باغچې او اړوند توکي وېشلي دي.
-
د افغانستان یوې کډوالې ډاکټرې د نینسن نړیواله جایزه وګټله
عقرب 01, 1401 12:48ډاکترې مېرمن رحمان د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل، چې ښوونې او روزنې ته لاسرسی د موږ په ژوند کې ډير مهم دی او مېرمنو او نجونو د زده کړې په برخه کې پانګونه، د راتلونکي نسل له پاره پانګونه ده
-
ګلالۍ اسماعیل د بشري حقونو نړیواله جایزه وګټله
عقرب 01, 1401 12:40د بشر حقونو ۲۵ نړیوالو ادارو ویلي چې، د ښځو د حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعيل ته د بشري حقونو نړیواله جایزه ورکوي
-
د نړۍ ۲۷ هېوادونو په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
عقرب 01, 1401 10:12د سیمې او نړۍ ۲۷ هېوادونو ”په افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې ” په نوم یوه خبرپانه خپره کړې او د سرپرست حکومته یې په کې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانېزي. ګډوانولو په پرلپسې توګه پر مېرمنو د محدودیتونو لګولو ته ژوره اندېښنه ښوولې ده .
-
د کابل یو شمېر میرمنو له پوهنتونه د زده کړیالانو د ویستلو په غبرګون کې لاریون کړی
میزان 30, 1401 19:05د کابل له پوهنتون او لیلیې څخه د هزاره ښځینه محصلینو له ایستلو او د لیلیې د ننه مسمومیت د ادعاوو په دوام؛ یو یوشمیر میرمنو د « زده کړه زمونږ سره کرښه ده» په شعار سره لاریون کړی.
-
د نړۍ ۲۷ هېوادونو پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د نجونو ښوونځیو دروازې پرانیزي
میزان 30, 1401 11:40د نړۍ ۲۷ هېوادونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر سرپرست حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته د نجونو تړلي ښوونځي پرانيزي. دغه هېوادونه وايي چې د افغانستان د راتلونکي سوکالۍ لپاره لوستو ښځو ته حیاتي اړتیا ده.
-
په بدخشان کې یوې میرمنې په خپل شخصي لګښت یو عامه کتابتون جوړ کړی.
میزان 30, 1401 10:10یوې میرمنې په بدخشان ولایت کې په خپل شخصي لګښت یو عامه کتابتون جوړ کړی دی. په داسې حال کې چې د فرهنګې فعالیتونو له کمرنګه کیدو اندیښنې په زیاتېدو دي،خو داسې ځوانان هم شته چې په دې برخه کې لا هم هڅې کوي.
-
په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له یو شمېر افغان مېرمنو سره لیدلي
میزان 30, 1401 09:34په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له یو شمیر میرمنو سره لیدلي دي. یوناما په یوه تویټ کې ویلي چې په دې لدینه کې د ښځو او نجونو د مهمو موضوعاتو او د دوی لپاره د کار او زده کړو ته د لاسرسي د محدودیتونو په لرې کولو ټینګار کړی دی. له دې سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان پراختیایي برنامې مشر د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره د ښځو پر رول ټينګار کړی دی.
-
د تخنیکونو زده کړو ته د ښځو ورماتېدل
میزان 27, 1401 14:55په هرات کې د مسلکونو او تخنیکونو زده کولو ته د ښځو او نجونو شوق او مینه ډېره شوې.