په کندوز کې پر مېرمنو باندې ۳۶۰ باغچې وویشل شوې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_women-i5963-په_کندوز_کې_پر_مېرمنو_باندې_۳۶۰_باغچې_وویشل_شوې
د سرپرست حکومت د کرنې وزارت وایي، په کندز ولایت کې یې پر کروندګرو مېرمنو ۳۶۰ باغچې او اړوند توکي وېشلي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
عقرب 02, 1401 06:36 Asia/Kabul
  • په کندوز کې پر مېرمنو باندې ۳۶۰ باغچې وویشل شوې

د سرپرست حکومت د کرنې وزارت وایي، په کندز ولایت کې یې پر کروندګرو مېرمنو ۳۶۰ باغچې او اړوند توکي وېشلي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي،چې  د دې پروژې لګښت یو میلیون او ۴۴۷ زره افغانۍ دی او د سبو تخم هم پکې شامل دی.دا پروژه د کندز ولايت مرکز او د دغه ولايت په امام صاحب و علي اباد ولسواليو کې پلې شوې ده.ددغو باغچو د وېش هدف د سبو ترويج، د بې وزله مېرمنو دعوايدو زياتوالی، دخوار ځواکۍ مخنيوی او د خوړو خونديتوب دی.