د افغانستان یوې کډوالې ډاکټرې د نینسن نړیواله جایزه وګټله
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_women-i5933-د_افغانستان_یوې_کډوالې_ډاکټرې_د_نینسن_نړیواله_جایزه_وګټله
ډاکترې مېرمن رحمان د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل، چې ښوونې او روزنې ته لاسرسی د موږ په ژوند کې ډير مهم دی او مېرمنو او نجونو د زده کړې په برخه کې پانګونه، د راتلونکي نسل له پاره پانګونه ده
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
عقرب 01, 1401 09:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان یوې کډوالې ډاکټرې د نینسن نړیواله جایزه وګټله

ډاکترې مېرمن رحمان د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل، چې ښوونې او روزنې ته لاسرسی د موږ په ژوند کې ډير مهم دی او مېرمنو او نجونو د زده کړې په برخه کې پانګونه، د راتلونکي نسل له پاره پانګونه ده

په پاکستان هېواد کې میشت یوې افغان ډاکټرې د آسیا په سطحه د « نېنسن کډوالو سیمه ییزې» جایزه وګټله.

دغه افغان کډوالې ډاکترې مېرمن سلیمه رحمان په پاکستان کې د افغان کډوالو او ناروغانو د لازیاتو خدمتونو د ترسره کولو په دلیل په دغه هېواد کې د سویس په سفارت کې دغه جایزه ترلاسه کړه.

د ملګرو ملتونو د د کډوالوکمیشنرۍ هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي،چې دغه جایزه هغه چاته ورکول کېدله چې هغه ناروغانو ته په تیره بیا د کرونايي بحران د خورېدو په پړاو کې د ډيرو زیاتو خدماتو رسوونې له پاره پاکستان ته  کډه شوې ۲۹ کلنې ډاکترې سلیمه رحمان ته د غوره ژمنتیا او خدماتو په ویاړ ډالۍ شوې ده.

ډاکترمېرمن رحمان د دغې جایزې تر لاسه کولو وروسته ویلي چې دوی به د طب په برخه کې د لا نورو خدمتونو تر څنګ یو شمېر افغان کډوالو شویو مېرمنو ته د نرسنګ په برخه کې لنډ مهاله کورسونه جوړ کړي.

د نېنس رفیوجي ایوارډ جایزه هر کال د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ له خوا هغه کس، ډلې یا ادارې ته ورکول کېږي چې له کډوالوسره د لا زیات خدمات وړاندې کړي وي.