جدی 07, 1401 12:31 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د زونونو په کچه د کرېکټ سیالۍ پيليږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې اړوند د د ۲۰۲۲م کال د کلبونو په کچه سیالیو وروستی پړاو، د هېواد د پنځو زونونو د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ پیلیږي.

  دغه سیالۍ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د خوست ولایت په ملي کرېکټ لوبغالي کې پیل شي چې ۶ ورځې به دوام وکړي. په دغو سیالیو کې د پنځو زونونو اتل کلبونه برخه لري چې له دې وړاندې یې د خپلو اړونده زونونو د کلبونو په کچه خپلمنځي سیالیو کې اتلولۍ خپلې کړې وې او د یادو زونونو د مخکښو کلبونو په توګه یې د هېواد په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالیو ته لاره موندلې ده.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ په روان ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې د کورني کرکټ وروستۍ سیالۍ دي چې په ۲۵ اوریزه بڼه به ترسره شي او پکې به د هېواد ګڼ شمېر ملي او کورني لوبغاړي ولوبیږي.

تگ