میزان 19, 1404 16:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ځوانانو د غیږ نیونې ملي ټیم په مصر کې اتلولي وګټله

د افغانستان د غېږ نیونې فدراسیون اعلان وکړ چې د هېواد د ځوانانو د غېږ نیونې ملي ټیم د مصر په اته دیرشمه نړیواله سیالۍ کې اتلولي ګټلې ده.

افغان غېږ نیوونکو په دې سیالۍ کې څلور د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل.د افغانستان ملي ټیم چې ټولټال شپږ مډالونه او تر ټولو لوړې نمرې لري، د ځوانانو د ټیم په درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ او د اتلولۍ لقب یې وګاټه.افغانستان په دې سیالۍ کې د نولسو لوبغاړو او روزونکو له یوې ډلې سره ګډون وکړ او په دوو عمري کټګوریو کې به له سیالانو سره سیالي وکړي.دا سیالۍ چې د لسو هیوادونو د لوبغاړو په ګډون سره، د تلې په اوولسمه نیټه د مصر په اسکندریه ښار کې پیل شوې او د روانې میاشتې تر شپږویشتمې پورې به دوام وکړي. د لویانو لپاره د فرنګي او آزادې غېږ نیونې سیالۍ به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.