د افغانستان فوټسال لیګ کې د پنجشېر د فوټسال لوبډلې بریا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_sport-i35172-د_افغانستان_فوټسال_لیګ_کې_د_پنجشېر_د_فوټسال_لوبډلې_بریا
د پنجشیر فوټسال لوبډلې د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په دریم فصل کې پرله پسې پنځمه بریا خپله او پنځلس امتیازونه یې خپل کړي
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
اسد 09, 1403 12:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان فوټسال لیګ کې د پنجشېر د فوټسال لوبډلې بریا

د پنجشیر فوټسال لوبډلې د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په دریم فصل کې پرله پسې پنځمه بریا خپله او پنځلس امتیازونه یې خپل کړي

دغې لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې د شمس هرات لوبډلې ته، چې د جدول په سر کې یو له مخکښو لوبډلو څخه وه، د څلور سفر په توپیر یې سخته ماتې ورکړه.د پنجشېر د بریالۍ لوبډلې اوس له سعادت نيمروز سره خپلې فاصلې کمې کړې او د دې لوبډلې سره د اتلولۍ د ګټلو لپاره سخته سیالۍ لوبډله بلل کیږي.د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په دریم فصل کې د نیمروز سعادت او پنجشیر یوازینۍ لوبډلې دي چې خپلې ټولې لوبې یې ګټلې.اوس مهال دواړه لوبډلې پنځلس نمرې لري، خو د سعادت لوبډله د غوره ګول د توپیر له امله د جدول په سر کې ده.