جدی 03, 1401 11:20 Asia/Kabul
  • په بېګ باش لوبو کې د افغان لوبغاړي 'فضل الحق فاروقي' تړون لغوه شو.

د فضل الحق فاروقي له چلند څخه شکایت شوی و او د اسټرالیا کرېکټ د سيډني ټنډرز لوبډلې د نوموړي تړون لغوه کړی دی.

د اسټرالیا په بېګ باش کې د افغان لوبغاړي 'فضل الحق فاروقي' تړون لغوه شوی. د راپورونو له مخې له دغه چټک افغان توپ اچوونکي سره سیډني ټنډرز لوبډلې تر هغې وروسته تړون سمدستي لغوه کړ چې د هغه له چلنده شکایت شوی و.

د جنوبي اسټرالیا د کرکټ رییس لي جرمون ویلي، د فاروقي چلند د جنوبي اسټرالیا د کرکټ له ارزښتونو بهر دی او دا پرېکړه شوې چې د هغه تړون لغوه شي. لا معلومه نه ده چې فاروقي څه کړي وو، خو شکایت د یوې پېښې په اړه و چې تېره پنجشنبه رامنځته شوې او په اړه یې یو استماعیه غونډه هم جوړه شوې وه.

تگ