ای پي ال؛ د انګلستان سام کرن تر ټولو په لوړه بیه واخېستل شو.
د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ یا ای پي ال له پاره د لوبغاړو اخېستلو بولۍ پيل شوې او د انګلینډ لوبډلې سام کرن په کې تر ټولو په لوړه بيه واخېستل شو.
دانګلستان سام کرن تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو چې د پنجاب کېنګز لوبډلې له لوري په څه باندې 2.7 ملیونه ډالره واخیستل شو.
د هند کرېکټ غوره لیګ (ای پي اېل) د لوبغاړو لیلام یا بولۍ په تاریخ کې د انګلینډ سام کرن تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو چې د پنجاب کېنګز لوبډلې له خوا په څه باندې دوه اعشاریه اووه میلیونه ډالره واخیستل شو. شپږو ډلو د ۲۴ کلن انګلیس لوبغاړي په اخیستلو سیالي سره وکړه چې په پایله کې پنجاب لوبډله یې په پېرلو بریالۍ شوه.د انګلنډ بل لوبغاړی هاري بروک په څه باندې یو نیم میلیونه ډالره وپلورل شو.
هاري بروک له پاکستان سره په دریو تېسټ سیالیو کې چې ۳-۰ یې وګټلې، تر ټولو ډېرې منډې هم وکړې.سام کرن د روان کال په شل اوریزو سیالیو کې د جام غوره لوبغاړی وبلل شو، دغه لوبغاړي د انګلنډ له خوا د نړیوال جام په ګټلو کې مرسته وکړه.