جدی 03, 1401 11:11 Asia/Kabul
  • د سریلانکا کرېکټ غوره سیالۍ د جوفناکینګز په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د سریلانکا غوره لیګ سيالۍ یا لانکا پرېمیرلیګ تېره شپه د جوفناکینګز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

په پای لوبه کې کولمبو سټارز لوبډلې ۱۶۳ منډې کړې وې چې د کینګز له لوري په وروستي اور کې پوره شوې او د لانکا غوره لیک سیاليو د درېیم پړاو اتلولي یې وګټله.

دغه سیالۍ چې د ډسمبر میاشتې په ۶ نېټه د پنځو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي هم په کې ولوبېدل، چې په پایلوبه کې محمدنبي عیسي خېل د کولمبوسټارز او رحمن الله ګربز د جوفناګینګز لوبډلې برخه وال وو.

محمدنبي په پایلوبه کې ۱۵ منډې وکړې او یوه ویکټ یې واخیسته. ګربز یو ځل بیا خپلې لوبډلې ته ښه پیل ورکړ او ۳۶ منډې یې وکړې. ګربز یوازینی لوبغاړی و چې تر نورو افغان لوبغاړو ښه وځلېد او تر پایلوبې پورې یې په ۹ لوبو کې ۲۴۹ منډې وکړې چې دوه نیمه سلیزې یې هم وهلې وې.

د یادونې ده چې جوفنا کینګز لوبډلې تر دې دمه د لانکا غوره لیګ سیالیو درې واړه اتلولۍ ګټلي دي.

تگ