ارجنټاین د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام وګټلو.
ارجنټاین له فرانسې سره پایلوبې ته وتلی و او په اضافي وخت کې د پینالټيو پر مټ يې له فرانسې څخه لوبه وګټله.
د سحر افغانستان تلويزیون د راپور له مخې، په قطر کې د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام په وروستیو کې په اضافي او عادي وخت کې درې په درې پای ته ورسېدو او ارجنټاین وتوانېدو چې په پينالټیو کې فرانسه ماته کړي او بریا په خپل نوم ثبت کړي.
دا لوبه د دوه ستورو ترمنځ یوې بشپړې جګړې ته ورته وه. لیونل مسي په دغه لوبه کې دوه ګولونه ووهل او په نړيوال جام کلیکسیون کې يې خپلې وړتیاوې بشپړې کړې .
کیلیان امباپه هم په پایلوبه کې «هټ ټریک» وکړ او د اتو ګولونو په کولو سره د طلایی بوټونو ګټونکی شو.
ارجنټاین لوبه په دغه ترکیب سره پیل کړه : امیلیانو مارتینز، کریستین رومرو، نیکلاس اوتامندی، آنخل دی ماریا، ناهیل مولینا، رودریگو دیپائول، انسو فرناندس، الکسیس مکآلیستر، مارکوس آکونیا، خولین آلوارس و لیونل مسي.
ارجنټاین د نیمه پایلوبې په پرتله چې د ۰-۳ سره د کرواشیا په وړاندې وه، یو بدلون درلود. آنخل دیماریا، چې د ارجنټاین د ملاتیر لوبغاړی و او په دغه ټورنمنټ کې ټپي شوی ود لئوناردو پاردس پر ځای په اصلي ترکیب کې اخېستل شوی و. .
د فرانسې ټيم هم د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام کې په دغه ترکیب سره پیل وکړ: هوگو لوریس، رافائل واران، دایوت اوپامکانو، تئو هرناندز، ژول کنده، اورلین شوامنی، آنتوان گریزمان، آدرین ربیو، عثمان دمبله، کیلیان امباپه و اولیویه ژیرو.
په دغه ترکیب کې د نیمه پایلوبې په پرتله چې له مراکش سره يې لوبه درلوده دوه بدلونونه وو: دایوت اوپامکانو د ابراهیم کوناته پرځای، د لیورپول مدافع په اصلي ترکیب کې اخيستی و او آدرین روبیو هم د یوسف فوفانا په ځای اخېستل شوی و.
د فرانسې د بدلون بل ټکی دا و چې رافائل واران چې ویل کېدل د ناروغۍ له امله به دغې لوبې ته رانه شي، په اصلي ترکیب کې اخېستل شوی و.
ارجنټاین له لومړي سره يرغلیزه سیالي پيل کړه او پایله يې هم ښه ثابته شوه. د ارجنټاین له خوا دوه ګولونه وشول چې لومړی هغه يې لیونل مسي ترسره کړ او دوه یم يې دی ماریا وواهه.
فرانسې لومړۍ نیمايي ډېره ضعیفه مخته بوتله او حتی یو شوټ يې هم ونه واهه. بل ټکی دا و چې په لومړۍ نیمایي کې کیلیان امباپی ضعیفه ننداره وړاندې کړه په داسې حال کې چې تمه دا وه چې امباپی به غوره ننداره وړاندې کړي او د فاینل تر ټولو غوره لوبغاړی به ثابت شي.
خو په دوه یمه نیمایی کې د فرانسې بخت کار وکړ او د امباپی دوه ګولونو فرانسه له ارجنټاین سره برابره کړه.
داسې ښکارېده چې فرانسه ماتې خوري او هرڅه بدل شوي وو خو د امباپی په نوم ستوري بیا دوه ګولونه ووهل. لوبه په همدغه حال سره اضافي۱۵ دقیقې وخت ته ولاړه. دلته هم امباپی او میسي وځلېدل ترڅو په تاريخ کې یوه ځلنده پایلوبه ترسره کړي. .
لوبه بیا هم د ۱۵ دقیقې اضافي وخت ته وغځېده. دلته هم امباپی او میسي وځلېدل ترڅو په تاريخ کې یوه ځلنده پایلوبه ترسره کړي.
لوبه د پینالټي کولو ته ورسېدله. امباپی او مسي لومړني لوبغاړي وو چې ګولونه يې ووهل که څه هم د مسي په کراره ضربه بیخي نفس نیوونکي وه.
دارنګه کومان او شوامنی خپل ضربات له لاسه ورکړل او موانی خپله ضربه د فرانسې له پاره ګول کړه، د ارجنټاين ټولو لوبغاړو (دیبالا، پاردس و مونتیل) پینالټیانې ګول کړې او ارجنټایي د ۲-۴ په توپیر سره د نړیوال جام قهرمان شو.
انزو فرناندز، د ارجنټاين ۲۱ کلن لوبغاړی د ټورنمنټ غوره لوبغاړی وپېژندل شو. امی مارتینز، د دغې لوبډلې ګول ساتونکی هم ددې له پاره چې په پایلوبه کې يې د دوه ګولونو مخه ونیوله نو د طلایي دستکشې ګټونکی شو او د غوره ګول ساتونکي په نوم ونومول شو.
لیونل مسي هم په پای کې د پایلوبې غوره لوبغاړی شو او هم يې د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي په توګه طلایي توپ وګاټه.
دا په نړیوال جام کې د ارجنټاین درېیمه قهرماني ده او له ۱۹۸۶ کال راهیسې یې لومړۍ قهرمانی ده. .