قوس 21, 1401 15:23 Asia/Kabul
  • په کابل کې د سږني کال د وزلوبې لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې.

وزلوبه په افغانستان کې د خورا ډېرو خلکو د خوښې دودیزه لوبه ده چې په افغانستان کې له پخوا راهیسې ترسره کيږي.

کابل کې د وزلوبې لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې. دغه سیالۍ نن یکشنبه په پلازمېنه کابل کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي. د افغانستان د المپیک ملي کمیټې مطبوعاتي مسول اتل مشواڼی وایې، په پام کې وه چې په دغه لیګ کې له ۱۶ ولایتونو ۱۶ لوبډلې ګډون وکړي خو په وینا یې ۴ لوبډلې د تخنیکي ستونزو له کبله نه دي توانیدلي چې ګډون وکړي. د وزلوبه په هره لوبډله کې لږ تر لږه ۱۵ لوبغاړي لوبیږي. وزلوبه د افغانستان په ځينو سیمو کې د ډېرو خلکو د خوښې لوبه ده او له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې سیالۍ په نسبتا معیاري توګه کابل کې تر سره کیږي. تېر کال کندهار د دغو سیالیو اتلولي ګټلې وه.

تگ