په ٢٠٢٣میلادي کال کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبې
په دغه مهالوېش کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ م کال د سیالیو مهالوېش ښودل شوی دی.
۱: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۳ م کال په مارچ کې د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې سره د افغانستان په کوربتوب درې ۵۰ اوریزې لوبې ترسره کړي.
۲: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۳ م کال په جون میاشت کې بنګله دېش ته د ۲ ټیسټ،۳ پنځوس اوریزې او ۳ شل اوریزو سیالیو ترسره کیدو په موخه یاد هیواد ته سفر وکړي.
۳: په جون او اګسټ میاشتو کې به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د زمبابوې پر وړاندې ۲ ټیسټ،۳ پنځوس اوریزې او ۳ شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
۴: د ۲۰۲۳ م کال په اګسټ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ ۳ پنځوس اوریزې سیالۍ ترسره کیږي.
۵: په سپټمبر میاشت کې به افغان لوبډله د سريلنکا په کوربتوب اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.
۶ : په سپټمبر میاشت کې به د ویسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډله د افغانستان په کوربتوب له افغان لوبډلې سره ۳ پنځوس اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
۷: په اکتوبر میاشت کې به د هندوستان په کوربتوب افغان لوبډله د ۲۰۲۳ م کال ۵۰ اوریز نړیوال جام کې ګډون وکړي.
۸: په نوامبر میاشت کې به افغان لوبډله د ویسټنډیز ملي لوبډلې سره درې ۵۰ اوریزه لوبې ترسره کړي