قوس 19, 1401 14:59 Asia/Kabul
  • قطر٢٠٢٢، د فوټبال نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو د سیالیو پړاو

بېګانۍ دوو لوبو کې کرویشیا د نړیوال جام یو ستر مدعي(برازیل) ته ماتې ورکړه او ارجنټاین بیا له هالینډ څخه سیالي وګټله.

د کرویشیا او برازیل لوبه تر پایه ۱ـ۱ مساوي مخ ته لاړه، چې په پینالټي شوټونو کې کرویشیا یو ځل بیا برلاسې شوه او دا ځل یې د ټورنمنټ تر ټولو مخکښې لوبډلې برازیل ته ماتې ورکړه.کرویشیا په پینالټي شوټونو کې څلور ګلونه ووهل او د برازیلي لوبغاړو یو مهم شوټ خطا لاړ او د کروشیا ګول کيپر یې یو شوټ له ګول څخه را وګرځاوه.کرویشیا لومړۍ لوبډله شوه چې په قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لار پيدا کوي. کرویشیا او ارجنټاین به د ډسمبر میاشتې په دیارلسمه نېټه نیمه پایلوبه کې سره مخ کېږي.د یادونې ده چې د کوارټرفاینل درېيمه لوبه به نن د کابل پر وخت د ماښام اوه نیمې بجې د مراکش او پرتګال ترمنځ او وروستۍ لوبه د شپې یولس نیمې بجې د انګلستان او فرانسې ترمنځ ترسره شي.

تگ