د فوټبال نړيوال جام د کوارټر فاینل اته لوبډلې معلومې شوې.
د مراکش او پرتګال په بریا سره د فوټبال نړیوال جام د کوارټر فاینل اته لوبډلې معلومې شوې.
د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې مراکش هسپانیې او پرتګال سویس ته په ماتې ورکولو سره کوارټر فاینل ته لاره وموندله او دغه راز ددوه یم پړاو سیالۍ هم پای ته ورسېدې.د سه شنبې په ورځ د دوه یم پړاو سیالیو د وروستۍ ورځې لومړۍ لوبه د مراکش او هسپانیې ترمنځ ترسره شوه، دواړو لوبډلو د ګول وهلو ډیره هڅه وکړه خو تر ۹۰مې دقیقې پورې بریالي نه شول، وروسته بیا ۳۰ دقیقې اضافي وخت هم ورکړل شو، خو یوه لوبډله هم د ګول په وهلو بریالۍ نه شوه.وروسته لوبڅارانو دواړو لوبډلو پنځه پنځه پنلټي شوټونه ورکړل چې مراکش درې پر صفر هسپانیې ته ماتې ورکړه او د خپل فوټبال په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه.
د ورځې دوه یمه لوبه، د پرتګال او سویس ترمنخ ترسره شوه، چې پرتګال شپږ پر یو ستر توپیر سره وګټله، د پرتګال راموس لومړنی لوبغاړی شو، چې په روان نړیوال جام کې یې په یوه لوبه کې درې ګولونه ووهل.له دغو لوبو سره ددوه یم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې او اته لوبډلو کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه.کوارټر ته فرانسه، انګلستان، ارجنټاین، نیدرلنډ، برازیل ،کروشیا ، پرتګال او مراکش وتلي دي.په کوارټر کې لومړۍ لوبه د کروشیا او برازیل ترمنځ دوه یمه لوبه د نیدرلینډ او ارجنټاین ترمنځ ، درېیمه لوبه به د مراکش او پرتګال او څلورمه لوبه به دانګلستان او فرانسې ترمنځ ترسره شوه.د ۳۲ هېوادونو لوبډلو په ګډون، د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د لړم په ۳۰مه، په قطر کې پیل شوې دي.