قوس 12, 1401 15:37 Asia/Kabul
  • نن د فوټبال نړیوال جام دوه یم پړاو سیالۍ پیلېږي.

ټاکل شوې چې نن (شنبه د ډسمبر ۳مه ) به د فوټبال نړیوال جام سیاليو دوه یم پړاو پیل شي.

د دغه جام له ۳۲ ډلو ۱۶ یې دغه پړاو ته لاره موندلې او نن به د څلورو ټیمونو ترمنځ لوبې ترسره شي. هالنډ او امریکا به لوبه کوي او ارجنټاین به له استرالیا سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

پرون د دغه جام د لومړي پړاو وروستۍ لوبې ترسره شوې.

برازیل یو د صفر پر وړاندې کامرون ته ماتې ورکړه. سویس درې د دوو په مقابل کې لوبه له سربیا وګټله او اوروګوای هم دوه د صفر په مقابل کې ګانا ماته کړه.د دغه جام سیالۍ به د ډسمبر تر اتلسمې پورې دوام وکړي.

تگ