قوس 12, 1401 14:40 Asia/Kabul
  • قطر٢٠٢٢، دفوټبال نړیوال جام سیالۍ

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام روانو سیالیو په لړ کې بلجیم له نړیوال جامه ووت.

 له اېف ګروپ څخه د بلجیم او کروشیا لوبه مساوي پای ته ورسېده.

بلخوا په همدغه ګروپ کې مراکش کاناډا ته دوه پر یو ماتې ورکړه او له کروشیا سره یو ځای یې دوه یم پړاو ته لار پیدا کړه.

جرمني چې څلور ځلې یې د فوټبال نړیوال جامونه ګټلي دي، دا ځل یې دوه یم پړاو ته لاره پیدا نه کړه او له سیالیو بهر شوه.

جاپان هسپانیې ته دوه پر یو ماتې ورکړه او دوه یم پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

د هسپانیې او جرمني نومرې څلور څلور مساوي شوې، خو د هسپانیې ګولونه ډیر وو، ځکه یې دوه یم پړاو ته لاره پیدا کړه.

تگ