قوس 05, 1401 16:41 Asia/Kabul
  • افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سریلانکا سره په لوبه کې بریا خپله کړه.

دغه لوبه چې پرون د جمعې په ورځ په سریلانکا کې پیل شوه د ۳ یوورځنیو لوبو له ډلې لومړۍ لوبه وه چې د افغان ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدله.

په لوبه کې د توپوهنې پرېکړه افغان ملي لوبډلې وکړه او د سریلانکا ملي لوبډلې ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه. په دغه لوبه کې د افغان لوري تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدران وکړې او۱۰۶ منډې يې جوړې کړې. رحمن الله ګربز هم چې پيلیز توپوهونکی و ۵۳ منډې جوړې کړې ، رحمت شاه زرمتي ۵۲ منډې او نجیب الله ځدران بیا ۴۲ منډې وکړې. ټولټال ۲۹۴منډې د افغان لوبډلې له لوري ترسره شوې.

د سریلانکا لوبډلې بیا په ۳۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ټولټال ۲۳۴ منډې وکړې او لوبه يې سیال لوري ته وبایلله. افغان لوبډلې دغه سیالي د ۶۰ منډو په توپير سره وګټله.

تگ