قوس 02, 1401 14:13 Asia/Kabul
  • په قطر کې د فوټبال نړیوال ۲۰۲۲ جام سیالیو ترسره شوې لوبې

قطر لومړنی اسلامي هېواد دی چې په لومړي ځل په کې د فوټبال نړیوال ۲۰۲۲ جام سیالۍ پيل شوي دي.

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو پيل د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې وشو.

تر اوسه په دغه نړیوال جام کې لاندې لوبې ترسره شوي دي:

لومړۍ لوبه د اکوادور او کوربه هېواد قطر ترمنځ وه چې اکوادور وګټله.  

بله ورځ د انګلستان او ایران ترمنځ سیالي وه چې د (شپږ په دوه) ګولونو په توپير انګلستان وګټله.

 د نیدرلینډ او سینیګال ترمنځ  هم سیالي وشوه چې نیدرلینډ د (دوه په صفر) ګولونو سره سینیګال ته ماتې ورکړه.

امریکايي لوبډله هم د ویلز لوبډلې پر وړاندې ولوبېدله چې یو په يو مساوي پای ته ورسېدله.

د سعودي عربستان لوبډله هم د ارجنټاین پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته راکښته شوه او (دوه پر یو) ګولونو سره يې د لوبې بریا په خپل نامه کړه.

د تونیس او ډنمارک لوبډلو هم سیالي وکړه خو له کوم ګول کولو پرته لوبه مساوي پای ته ورسېدله او هرې لوبډلې ته یو امتیاز ورکړل شو.

فرانسې هم د فوټبال سیالیو په ډګر کې استرالیا ته د (څلور پر یو) ګولونو سره ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې په یاد نړیوال جام کې به ۳۲ لوبډلې په ۸ ډلو  کې ۶۴ لوبې وکړي.

 په نړۍ کې به ۵ میلیارده وګړي دغه لوبې په سکرین ننداره کړي، تر ټولو لوی لوبغالي کې به ورته مخامخ ۸۰ زره کسان کېني.

 

تگ