د فوټبال نړیوال جام ته لږې ورځې پاتې شوې.
عقرب 25, 1401 17:34 Asia/Kabul
د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به په قطر کې ترسره کيږي او ښه تابیا هم ورته نیول شوې.
۳۲ لوبډلې به په ۸ ډلو کې ۶۴ لوبې وکړي.
په نړۍ کې به ۵ میلیارده وګړي دغه لوبې په سکرین ننداره کړي، تر ټولو لوی لوبغالي کې به ورته مخامخ ۸۰ زره کسان کېني.
افتتاحي لوبه یې د نوامبر په ۱۸ مه او رسمي لوبې په ۲۰ مه پیلیږي.