عقرب 25, 1401 17:24 Asia/Kabul
  • نن د فوټبال په ډګر کې افغان کم عمره لوبډلې ازبکستان ته لوبه وبایلله. 

 د افغانستان د تر ١٤ کلنو د ټيټ عمر لرونکې فوټبال لوبډلې نن له ازبکستان سره لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې لوبه وبایلله.

 د افغانستان د تر ١٤ کلنو د ټيټ عمر لرونکې فوټبال لوبډلې نن له ازبکستان سره لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې لوبه وبایلله.

د افغانستان د فوټبال له ۱۴ کلونو کم عمره ځوانانو د منځنۍ اسیا د هېوادونو له ۱۴ کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال جام په سیالیو کې له ازبکستانه یو د صفر پر وړاندې ماته وخوړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، افغانستان به وروستۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ د تاجکستان سره وکړي.

د افغانستان له څوارلس کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډلې له دې وړاندې د ایران او ترکمنستان د کم عمر لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.

تگ