عقرب 23, 1401 20:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره د فوټبال لوبډله نن د ترکمنستان په وړاندې لوبه کوي.

نن به د افغانستان او ترکمنستان له ۱۴ کلونو د کم عمر لرونکي لوبډلې لوبغاړي د فوټبال په ډګر کې سره سیالي وکړي.

د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره د فوټبال لوبډله نن د ترکمنستان په وړاندې لوبه کوي.

 د اسیا د مرکز د فوټبال سیالیو په لړ کې تمه کېږي، چې د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډله نن د ترکمنستان په وړاندې لوبه وکړي.

 د افغانستان د فوټبال فډراسیون پر خپل رسمي فېسبوک لیکلي، چې دغه سیالي د کابل پر وخت د مازیګر درې نیمې بجې پیلېږي.

 تر دې مخکې د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډله په خپله لومړۍ مسابقه کې توانېدلې وه په یوه ګول سره ایران ته تېره جمعه ماتې ورکړي.

 د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د اسیا د مرکز د فوټبال مسابقې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوې چې د لړم/ عقرب پر ۳۰مه پای ته رسېږي.
 

تگ