د انګلینډ لوبډلې د ۲۰۲۲ کرېکټ نړیوال جام وګټلو.
انګلینډ لوبډله وتوانېدله چې ۳۰ کاله وروسته د کرېکټ په ډګر کې له پاکستانه غچ واخلي ځکه دېرش کاله وړاندې جام پاکستان ګټلی و.
د ۲۰۲۲ کرېکټ نړیوال جام سیالیو پایلوبې ته د پاکستان او انګلینډ لوبډلې وتلې وې. د لوبې پچه انګلستان وګټله او سیالې لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.
د پاکستانۍ لوبډلې د سر پیل ډېر بد نه وو، او په لومړیو شپږو اورونو کې یې د سر یوه لوبغاړي محمد رضوان له سوځېدو سره ۳۹ منډې جوړې کړې، دوی د محتاطانه پیل هڅه وکړه خو له دې وېکټې وروسته یې ډېر ثبات ونشو ساتلی او د ۴۵ منډو وروسته یې دویمه وېکټه هم له لاسه ورکړه. ورپسې شان مقصود نسبتاً ښه مقاومت وکړ او د ۳۸ ارزښتناکه منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. په نورو لوبغاړو کې خپله لوبډلمشر بابر اعظم ښه وځلېد او په دغه مهمه سیالۍ کې یې د خپلې لوبډلې په ګټه ۳۲ منډې جوړې کړې، الراونډر شاداب خان په شلو منډو وسوځيد او نور پاکستاني لوبغاړي د هغه لوی هدف په ترلاسه کولو بریالي نه شوه چې یې تمه کېده.
خو د پاکستانۍ لوبډلې د تمې خلاف انګلينډ د ۲۰۲۲ کال د کرکټ نړیوال جام ګټونکی شو او د کرکټ نړیوال جام سیالیو په پای لوبه انګلينډ پاکستان کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په پرونۍ لوبه کې پاکستان د انګلينډ لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف ټاکلی وو، چې انګلينډ دغه هدف په ۷ ویکټو سره پوره کړو او پاکستانۍ لوبډله يې ماته کړه. .