عقرب 18, 1401 21:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام پایلوبې ته لار پيدا کړه.

نن د کرکټ شل اوریز ٢٠٢٢ نړیوال جام سیالیو کې پاکستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت.

د کرېکټ نړيوال جام په نننۍ لوبه کې پاکستان نيوزيلنډ ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته لار ومونده.

د نننۍ لوبې بچه نيوزيلنډ وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. په ټاکلو شلو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه چې پاکستان په وروستي اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د نيوزيلنډ لپاره ډېرې مېچل ۵۳، کېن وېليمسن ۴۶ او ډېون کانوای ۲۱ منډې جوړې کړې. د پاکستان شاهين شاه اپريدي دوې او محمد نواز يوه وېکټه واخيسته.

بل پلو د پاکستان لپاره محمد رضوان تر ټولو ډېرې (۵۷) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ بابر اعظم ۵۳ او محمد حارث ۳۰ منډې جوړې کړې.

د نيوزيلنډ ټرېنټ بولټ دوه او مېچل سټنر يو پاکستانی لوبغاړی وسوځاوه.

نيمه پايلوبه کې بله لوبه پنجشنبې د هند او انګلنډ تر منځ ده.

د یادونې وړ ده چې په ۱۹۹۲ کال کې پاکستان د عمران خان په کپتانۍ د کرکټ نړیوال جام ته لار پیدا کړې وه او فاینل یې ګټلی وو او اوس په ۲۰۲۲ کال کې د بابر اعظم په کپتانۍ پاکستان د آسټرالیا په MCG کرکټ لوبغالي کې کېدونکي فاینل ته لار پیدا کړه.

 

تگ