د هندوستان او زِمبابوی ملي لوبډلو ترمنځ کرېکټ سیالۍ کې هندوستان وګټله.
عقرب 15, 1401 16:29 Asia/Kabul
د کرکټ ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د هندوستان ملي لوبډلې د زِمبابوی له ملي لوبډلې وګټله.
د نن ورځې دغه په زړه پورې سیالۍ کې هندوستان، زِمبابوی ته د ٧١ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبې لومړۍ توپوهنه هندوستان وکړه او په ٢٠ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو سوځېدو پر مټ زِمبابوی ته د ١٨٧ منډو هدف وټاکلو.
زِمبابوی ټولې ١١٥ منډې وکړې او د ١٧.٢ اورونو په لوبولو یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. په دغو ۸ پواینټونو سره هندوستان د خپل ګروپ لومړۍ لوبډله شوه.
هندوستان، نیوزيلینډ، پاکستان او انګلینډ په استرالیا کې د ۲۰۲۲ کرکت شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبو لوبو ته ووتل.