د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي استعفا ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر محمد نبي له لوبډلمشرۍ استعفاء وکړه.
نوموړي په خپله فيسبوکپاڼه ليکلي چې: " مونږ لپاره هم نړیوال جام پای ته ورسېد او پوهیږم چې د ګرانو هېوادوالو او مینهوالو له توقع سره سمه کارکردگي مو ونکړه.
ستاسو ټولو په څېر؛ زه او ټوله لوبډله هم خفه او غمجن یو!
زړه ته رانږدې هیوادوالو!
دا د یادونې وړ بولم چې له تېر یو کال راهیسې د لوبډلې چمتووالی هم هغسې نه وو شوی څه ډول چې په کار وو او د یوه لوبډلمشر په توگه زما پرې اصرار وو او نړیوالو سیالیو ته د برابرې لوبډلې ضرورت وو او تر څنگ یې وروستیو څو سفرونو کې د بورډ د منجمنټ، غوراوي کمیټې او زما په یوه نظر نه اوسېدل هم د ټیم بیلانس ته زیان رسولی وو.
په همدې اساس ټولو ته په پوره درنښت؛ له همدې لحظې د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه استعفاء ورکوم او فقط د یوه عادي لوبغاړي په توګه به خپل کرکټ ته ادامه ورکوم."