عقرب 01, 1401 13:12 Asia/Kabul
  • د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي جاوېد بشارت، خپل امريکايي سیال مات کړ.

د افغانستان د ازادو سیالیو وتلی ورزشکار جاوید بشارت په UFC سازمان کې په نړیوالو سیالیو کې پیاوړی امریکایی سیال ته ماته ورکړه. جاوید بشارت د یو ایف سی ریسلنګ په نړیوالو ازادو سیالیو کې د تجربه کار امریکایی لوبغاړي تونی ګریویلی سیال شو او هغه ته یې ماته ورکړه.

 دغه  سیالۍ د نړۍ تر ټولو د لویو جنګیالیو په مینځ کې شوې او بشارت د دغه سیالیو په حساسه لوبه کې ډګر ته شو او د خپل سیال په وړاندې په کامیابۍ سره یې په دغه سازمان کې بې له کومې ماتې دوهمه لوبه وګټله.

بشارت په دغه بریالیتوب سره  د ازادو مبارزو په سیالیو کې بې له کومې ماتې دیارلسمه پرله پسې لوبه وګټله او په دې توګه هغ اوس د نړۍ د ازادو سیالیو په زرګونو ورزشکارانو کې په څلور دیرشم لمبر دی.

هغه له سیر بهادر زاده او نصرت حق پرست دریم افغان لوبغاړی دی چې د نړۍ  تر ټولو په لویو ازادو سیالیو یا یو ایف سی کې مبارزه کوی.  

  څو ورځې مخکې د جاوید بشارت ورور، فرید بشارت هم خپل برازیلی سیال آلان بیګوسو مات کړی   او له یو ایف سی سره په رسمی تړون کولو بریالی شوی و.

تگ