میزان 30, 1401 11:56 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله لومړۍ لوبه نن له انګلستان سره کوي

د کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن د افغانستان لوبډله خپله لومړنۍ رسمي لوبه له انګلستان سره کوي. د افغانستان او انګلستان د لوبډلو ترمنځ دغه لوبه نن د افغانستان په وخت غرمه درې نیمې بجې د استرالیا په پرت ښار کې پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکي جاناټان ټروټ ویلي چې لوبډلې یې دې لوبې ته ښه تیاری نیولی دی.

هغه د افغان کرکټرانو روحیه ډېره ښه وبلله او دی لېواله دی چې افغانستان یې وګټي.

د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر هم ویلي دغې لوبې ته ښه تیاری نیولی چې ویې ګټي.

هغه رسنیو ته ویلي چې په تېرو لسو لوبو کې یې ځینې ډېرې ښې لوبې ترسره او ښه کرکټ یې کړی او اوس په ښه موقف کې دي.

خو د انګلستان د کرکټ د ملي لوبډلي الراونډر سام کرن رسنیو ته په استرالیا کې ویلي چې افغانستان پياوړې لوبډله ده او له دې ټیم سره به مسابقه د دوی لپاره اسانه نه وي.

د افغانستان ټیم له دې مخکې په شل اوره نړیوال جام لوبوکې لوبېدلی، خو تراوسه یې دغه جام نه دی ګټلی.

افغانستان د استرالیا په روان جام لوبو کې دوه تمریني لوبې له بنلګه دېش او پاکستان سره ترسره کړې چې له بنګله دېش یې ګټلې او له پاکستان سره لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته رسېدلې.

د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبو په ترڅ کې

ایرلنډ په نړیوال جام کې نن ویسټ اینډیز ته ماتې ورکړه او دا لوبډله له دې شکست سره له روانو لوبو بهر شوه.

په بله لوبه کې زیمبابوې سکاټلنډ مات کړ او له دې جام څخه یې بهر کړ.

تگ