یورو 2024 فوټبال؛ پرتګال او فرانسې هم منځلوبو ته لار پیدا کړه
د یورو دوه زره او څلور ویشت کال د اتلولۍ د دریمې ورځې په سیالیو کې تېره شپه د فرانسې ملي لوبډله د بلجیم په دوسلدورف آرنا کې مخامخ شوه
دواړو لوبډلو په لومړۍ نیمايي کې له ګڼو بریدونو سره سره څه ونه کړای شول او دا نیمه له کوم ګول پرته پای ته ورسېده.فرانسې په دویمه نیمايي کې هم خپلو ګولونو ته دوام ورکړ او په پنځه اتیا یمه دقیقه کې د کولو مواني له خوا ګول وکړ.په دې بریا سره فرانسه د کوارټر پړاو د اتو غوره ټیمونو ته لاره پیدا کړه.په بله لوبه کې بیا پرتګال له سلوانیا سره مخامخ شو او په قانوني وخت کې دواړو لوبډلو ګول ونه کړ او لوبه پینالټي ته لاړه.په پنالټي کې، پرتګال و چې دا لوبه د ډیاګو کوسټا په زړه پورې کولو سره وګټله. کریسټیانو رونالډو، برونو فرنانډیز او برنارډو سلوا په پنالټي کې ګولونه وکړل. کوسټا د سلووینیا د لوبغاړو درې شاټونه هم بند کړل.په دې بریا سره به پرتګال په کوارټر فاینل کې له فرانسې سره مخامخ شي