ثور 16, 1403 15:11 Asia/Kabul
  • د آسیا سوک وهنې په سیالیو کې د افغان سوک وهونکي بریا

د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون وايي، قیس علیزاده وتوانېد چې خپل هندي سیال ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د سوک وهنې سیالیو فاینل ته لار ومومي.

راپور: احمد خالد امرخیل

ياده شوې لوبه د قزاقستان په استانه ښار کې ترسره شوې او ټاکل شوې چې وروستۍ لوبه د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ له قزاقستاني سیال سره تر سره شي.د اسيا سوک وهنې په اتیا کیلو ګرامه وزن کې افغان قیس علیزاده ونډه اخیستې ده او موخه یې په دې سیالیو کې د لومړي مقام ګټل ښودل شوي دي.د یادونې وړ ده چې افغانستان لپاره د سوک وهنې په برخه کې په دوه زره درویشتم کال کې د لومړي ځل لپاره د سوک وهنې په برخه کې امان الله سهاک افغان لوبغاړی وو چې مډال یې ترلاسه کړی دی.