ثور 15, 1403 14:57 Asia/Kabul
  • افغان الف لوبډلې سریلانکا څخه په دریمه لوبه کې هم ماتې ومنله

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې له سریلانکا الفر لوبډلې څخه په دریمه یو ورځینئۍ لوبه کې هم له ماتې سره مخ شوه.

افغان لوبډلې په دې لوبه کې د څلورو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.د افغانستان الف لوبډلې خپله لومړۍ او دویمه لوبه هم له دې وړاندې سریلانکا ته بایللې وه.ټاکل شوې چې افغانستان د مې په پنځمه او اوومه د سریلانکا پر وړاندې دوه نورې لوبې هم ترسره کړي.د افغانستان د کرکټ الف لوبډله یوه اونۍ وړاندې له سریلانکا الف لوبډلې سره د سیالیو په موخه یاد هېواد ته سفر کړی دی.