ثور 10, 1403 14:06 Asia/Kabul
  • د انګلستان فوټبال لیګ سیالیو په دوام کې د آرسنال او منچسټرسیټي بریا

د انګلیستان غوره لیګ سیالیو پنځه دیرشمې اونۍ په دوام تېره شپه تاتنهام فوټبال لوبډله د لندن په شمالي دربي لوبغاړي کې د ارسنال کوربه وه.

په پنځلسمه دقیقه کې د هویبرګ له لوري ګول وهلو سره یو په صفر وړاندې کړل. د ارسنال بل ګول د بوکایو ساکا له لوري په اووه ویشتمه دقیقه کې ترسره کړ. همدا راز لس دقعې وروسته د یوه بل ګل په وهلو سره آرسنال درې صفر له تاتنهام څخه مخکې شول.په دویمه نیمایي کې، تاتنهام هم بریالی شو ترڅو دوه ځله ګل ترسره کړي.تر وروستیو شیبو پورې دغې لوبې دوام وکړ او په پای کې آرسنال و توانید چې تاتنهام ته درې په دوه ماتې ورکړي.هم مهاله په بله لوبه کې منچسټرسيټي تېره شپه په خپله وروستۍ لوبه کې د ناتینګم پر وړاندې لوبه ترسره کړه. یادې لوبډلې وکولای شول د دوه ګلونو په وهلو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړې او د نمرو په جدول کې مخکې والې ترلاسه کړي.