ثور 08, 1403 14:28 Asia/Kabul
  • فوټسال نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په دوام سره به سبا افغانستان له قرغزستان سره مخ شي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې له عراق سره مخامخ شوه.

په دې لوبه کې چې تیره ورځ په تايلنډ کې ترسره شوه، د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د يوې ښې نندارې په وړاندې کولو سره عراق ته د درې په پنځه سره ماتې ورکړه.له دې سره افغانستان نړیوال جام ته د لار موندلو هیله مندي یوځل بیا پیدا شوه.په دې لوبه کې د افغانستان لپاره مهران غلامي، اکبر کاظمي، فرزاد محمودي او جواد صفري ګولونه ترسره کړل.د قرغزستان فوټسال ملي لوبډلې ویتنام لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته ټاکل شوې په دویمه لوبه کې له افغانستان سره مخامخ شي.د یادونې وړ ده چې د افغانستان او قرغزستان لوبه به سبا د افغانستان پروخت د سهار نهه نیمي بجې پیل شي.