ثور 01, 1403 15:27 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۴ کال آسیا جام فوټسال سیالیو په دوام کې افغانستان فوټسال ملي لوبډلې خپله دوهمه لوبه مساوي پای ته ورسوله

افغان فوټسال ملي لوبډلې نن د اسیا فوټسال جام په سیالیو کې خپله دوهمه لوبه مساوي پای ته ورسوله. په دې لوبه کې افغان فوټسال ملي لوبډله د کویټ پر وړاندې لوبو ډګر ته ښکته شوې وه.

راپور: احمد خالد امرخیل

د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې افغان لوبغاړو د کویټ پر وړاندې یو ګول ترسره کړې وو. هم مهاله کویټ لوبډلې د لومړۍ پاڼې له پیل سره سم دوه ګول وهلو سره دغه لوبه د ځان په ګټه راتاو کړه.د دوهمې پاڼې په دوام سره افغان فوټسال ملي لوبډلې وکولای شول چې دغه لوبه یوځل بیا مساوي وکړي. په پای کې کویټ او افغان لوبډلې د یو یو ګول په وهلو سره دغه لوبه درې په درې مساوي کړه.د یادولو وړ ده چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له ایران څخه درې په یو ماتې خوړلې وه . همدا راز کویټ له بحرین څخه دوه په یو لوبه ګټلې وه.