حمل 29, 1403 14:08 Asia/Kabul
  • په آسیایي سیالیو کې د ایران غیږ نیونې ملي لوبډلې بریا

د ایران مشر او ولسمشر په اسيايي لوبو کې د ایران د ملي غیږ نیونې او آزاده سیالیو د ټیمونو له اتلولۍ وروسته په جلا جلا پیغامونو کې د دغو ورزشکارانو د کارکردګۍ څخه قدرداني کړې ده.

د ایران مشر آيت الله خامنه اي د یوه پیغام به خپرولو ره د قرغزستان په مرکز بشکيک کې د اسيايي سیالیو کې د ايراني غيږ نيوونکو د بريا له امله مبارکي ویلي او د ايران ملت ته د دې ورزشکارانو خوښۍ ورکولو له امله منندویي کړې ده.همدا راز د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم د غیږ نیوونکو او د ایران خلکو ته د دغې اتلولۍ مبارکي ویلې ده.د ایران د فری سټایل او غیږنیونې لوبغاړو د اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې لومړي مقاومونه ګټلي دي.