حمل 29, 1403 14:06 Asia/Kabul
  • د بارسلونا پر وړاندې د پاریس سېنټ جرمن بریا

د اروپا د چمپینز لیګ د کوارټر فاینل بیرته ستنیدونکې سیالۍ تیره شپه ترسره شوې.

راپور : احمد خالد امرخیل

په لومړۍ لوبه کې بارسلونا د پاریس سینټ جرمن کوربه توب ترسره کړ او د یو ګول په وهلو سره یې پاریس سینت جرمن وتوانید چې په لومړې پاڼې کې له بارسلونا مخکې شي.د دې ترڅنګ د پاریس سېنټ جرمن لوبډلې لپاره عثمان دمبله دوه ګولونه ترسره کړل او د پاریس لوبډلې په پای کې وکولای شول چې بارسلونا ته څلور په شپږو ماتې ورکړي.هم مهاله په بله لوبه کې دورتموند له اتلتیکو مادرید سره لوبه ترسره کړه. په دې لوبه کې  د دورتموند فوټبال لوبډلې وکولای شول چې اتلتیکو مادرید ته په کور کې دوه په څلور ماتې ورکړي.په دې بریا سره دورتموند اتلتیکو مادرید ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول چې نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړي.دورتموند او پاریس سینټ جرمن به د اروپا د اتلانو لیګ په نیمه پای لوبه کې یو له بل سره مخ شي.