حمل 28, 1403 15:14 Asia/Kabul
  • د ای پي ایل په دیرشمه لوبه کې ریکارډ جوړ شو

د ای پي ایل په دیرشمه لوبه کې ریکارډ جوړ شو. تېره شپه د ای پي ایل لیګ سیالیو په دیرشمه لوبه کې حیدر آباد لوبډلې بنګلور لوبډلې ته د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره د دوه سوه اته اتیا منډو ستر هدف ورکړ او دا د ای پي ایل په تاریخ کې تر ټولو ستر هدف شو.

راپور: احمد خالد امرخیل

په شل اوریزو لوبو کې تر دې وړاندې دومره ستر هدف نه دی ټاکل شوی او نه هم تر اوسه د یوې شل اوریزې سیالۍ په دواړو پاڼيو کې پنځه سوه او نهه څلویښت منډې ترسره شوې دي.د یادولو وړ ده، چې د دې ستر هدف په تعقیب د بنګلور لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره دوه سوه دوه شپیته منډې جوړې کړې او لوبه یې یوازې د پنځه ویشت منډو په توپیر بایلوده.د حیدراباد لوبډلې لپاره ټریویس هیډ په یو څلویښت توپونو یو سلو دوه منډې او د بنګلور لپاره دینیش کارتیک په پنځه دیرش توپونو دري اتیا چټکې منډې جوړې کړې.