د ووشو نړیوال جام ته د افغان لوبغاړو چمتوالی
حمل 25, 1403 14:26 Asia/Kabul
د ووشو ورزشکاران به په پلازمینه کې د تمریناتي کمپ په جوړولو سره په چین کې د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون په موخه د افغانستان استازیتوب وکړي.
د ووشو ملي لوبډله له څه مودې راهیسې د افغانستان د سپورټ ادارې تر څارنې لاندې دغو سیالۍ ته چمتووالی نیسي.
د ووشو فدراسیون چارواکي وايي دغه لوبغاړي به تر راتلونکو دوو اونیو څخه په کمه موده کې په چین کې د نړیوال جام سیالیو ته ولاړ شي.
په دې ورزشي سياليو کې به د هېواد په استازيتوب شپږ تنه ورزشکاران یو روزونکي او یو پلاوی ګډون وکړي.