د اسیا ملتونو جام ته د فوتسال ملي لوبډلې د چمتووالي لوبې
حمل 21, 1403 14:07 Asia/Kabul
د هېواد فوټسال ملي لوبډله به نن په یوه دوستانه لوبه کې له تاجکستان سره مخامخ شي.
د فوتسال ملي فدراسیون د اعلان له مخې، دغه لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر څلورنیمې بجې په تایلنډ کې پیل شي.د افغانستان لوبډله چې دا مهال په تايلنډ کې پر خپلو تمریناتو بوخته ده، په تېرو څو ورځو کې يې نورې دوستانه لوبې هم کړې دي. څو ورځې وړاندې یې په یوه دوستانه لوبه کې ټایلنډ ملي لوبډلې ته ماتې هم ورکړې وه.افغان فوتسال ملي لوبډله دامهال د اسيا ملتونو جام د فوټسال سياليو کې د لومړي ځل لپاره ګډون کوي اوپه همدې موخه پر چمتوالي بوخته ده.