حمل 19, 1403 13:51 Asia/Kabul
  • په کندهار او پروان کې د روژې فوټسال کپ سيالیو پای

د روژې فوټسال کپ شپنۍ سيالۍ چې د څلور شپېته لوبډلو ترمنځ د کندهار ولايت په مرکزي سپورتي جمنازيوم کې په لاره اچول شوې وې تیره شپه د او ایچ آی لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو وروستۍ لوبه د او ایچ آی او نوزاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پای کې او ایچآی لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.په ورته وخت کې په پروان ولایت کې هم د دولس لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ په لاره اچول شوې وې چې د معرفت لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.د يادونې وړ ده، چې په دې سیالیو کې یوشمېر په پام کې نيول شوې ډالۍ هم دغو ورزشکارانو باندې ویشل شوي دي.

تگ