حمل 18, 1403 14:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان او تایلنډ د فوټسال ملي لوبډلې ترمنځ دوستانه لوبه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې و کولای شول په خپله دریمه دوستانه لوبه کې تایلنډ فوټسال ملي لوبډلې ته پنځه په دریو ماتې ورکړي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ تیره ورځ د ټالینډ په کوربه توب ترسره شوه.

د دې لوبې لومړي نیمايي کې لوبه یو په یو مساوي پای ته ورسده.د لوبې په دویمه نیمايي کې د هېواد ملي لوبغاړو څلور ځله د تایلنډ دروازه پرانېستله او مخالف لوبغاړي هم په دې وتوانېدل چې دوه ځلي د افغانستان دروازه پرانیزي.تر دې مخکې افغانستان د میانمار فوټسال ملي لوبډلې سره مخامخ شوي وو چې دغه لوبه هم یو په یو مساوي پای ته رسېدلې وه.افغانستان دغه دوستانه لوبې د اسیا د ملتونو جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کوي.ټاکل شوې د هېواد فوټسال ملي لوبډله په نیږدې راتلونکي کې سعودي عربستان، تاجکستان، او چین لوبډلو سره دوستانه سیالۍ ترسره کړي.