حمل 16, 1403 17:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان کرکټ بورډ: له څو نويو لوبغاړو سره هوکړه لاسلیک شوه

د افغانستان کرکټ بورډ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې له یو شمېر نویو لوبغاړو سره یې نوي تړونونه لاسلیک کړي دي.

دې ادارې ویلي چې د دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ، افتاب عالم، شهزاد محمدي او سمیع الله شینواري په ګډون، له یو شمېر پخوانیو لوبغاړو سره یې مرکزي قراردادونه نه دي تمدید کړي.په ورته وخت کې؛ له نوي لوبغاړو صدیق اتل، بهیر شاه محبوب، عبدالمالک او ضیا اکبر سره تړونونه لاسلیک شوي دي.د افغانستان کرکټ بورډ د دې پرېکړې لامل، په تېرو شپږو میاشتو کې په نړیواله کچه د یادو لوبغاړو کړنې ښودلي دي.باید ولیدل شي چې دا پریکړه به د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر کیفیت څومره اغېزه وکړي. دې ته په پام سره چې افغانستان د نړۍ د لسو غوره کرکټ ټیمونو په منځ کې شپږم غوره ټیم ګڼل کېږي.