د افغانستان والیبال فدراسیون: موږ د منځنۍ اسیا سیالیو ته چمتووالی نیسو
د مرکزي اسیا په سیالیو کې د ګډون په موخه د هېواد والیبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ له دوو اوونیو راهیسې په پلازمېنه کې پیل شوی دی.
راپور احمد خالد امرخیل
د افغانستان والیبال فدراسیون چارواکي وايي چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.
دغه بنسټ اعلان کړی، چې د افغانستان د ملي لوبډلې روزنیز کمپ اوس په کابل کې پرانیستل شوی او د روژې له پای ته رسېدو وروسته به له بېلابېلو ولایتونو څخه نورې لوبډلې هم په دغو تمریناتو کې ګډون وکړي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون عمومي منشي محمد ناصر نوري وايي، د منځنۍ اسیا سیالۍ به په یو بدلون سره ترسره شي، چې په کې به د ایران، هند، پاکستان، قرغزستان، سریلانکا او افغانستان لوبډلې ګډون وکړي.
د اسيا په مرکز کې د واليبال سيالۍ د روان کال په مې مياشت کې د افغانستان په ګډون د څه باندې پنځو هېوادونو په ګډون د پاکستان په کوربه توب د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کیږي.