حمل 13, 1403 14:09 Asia/Kabul
  • آزاده سیالۍ: بازمحمد مبارز خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکړه

باز محمد مبارز د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی په دې بریالی شو چې خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکړي.

دا سیالۍ تیره شپه په ټایلنډ کې د ام ام اې دوه سازمان له لوري په لاره اچول شوې وي چې په پایله کې یې افغان آزادو سیالیو لوبغاړی بریالی شو خپل سیال ته ماتې ورکړي.که څه هم دغه سیالۍ په دریو پړاوونو کې پای ته ونه رسېده او هیڅ لوبغاړی بریالی نشو ترڅو خپل سیال ته ماتې ورکړي خو مبارز دغه سیالۍ د لوړو پاینټونو په درلودو سره په خپله ګټه تمامه کړه.باز محمد مبارز تر دې وړاندې یولس ازادې سیالۍ ګټلې وې او په دې بریا سره یې په دې نړیوالو سیالیو کې خپله دولسمه بریا هم ثبت کړه.

تگ