حمل 09, 1403 17:23 Asia/Kabul
  • د آسيا اتلولۍ د فوټسال سيالۍ؛ افغانستان له مالیزیا سره مخامخ شو

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د آسیایي جام سیالیو په لړ کې، له مالیزیا سره مخامخ شوې

پرون مازدیګر د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوې سختې سیالۍ کې، له تایلنډ څخه د درې پر دوه په توپیر ماتې ورکړه.نن افغانستان په بنکاک کې دوه نیمې بجې له مالیزیا سره مخامخ شوی او دا ځل به د درجه بندۍ په جدول کې د خپل مقام د ټینګښت لپاره خپل بخت وازمایي.تر دې وړاندې افغانستان د استرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.د آسيا فوټسال د ملتونو په سياليو کې به د آسيا د لويې وچې شپاړس غوره لوبډلې برخه واخلي، چې افغان لوبډله په څلورم ګروپ کې د ايران، کويت او بحرين له لوبډلو سره پوه ګروپ کې ده.