حمل 08, 1403 13:35 Asia/Kabul
  • افغان فوټبال ملي لوبډلې هند ته دوه په یو ماتې ورکړه

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام او اسیا جام د غوراوي سیالیو په دوهم پړاو کې د هند ملي لوبډلې ته یو په دوه ماتې ورکړه. دا لوبې چې د هند په کوربه توب ترسره کیږي له تیرې یوې اونې راپدیخواه پیل شوي دي.

په دې لوبه کې لومړی د هند ملي لوبډلې ګول ترسره کړ، او افغان لوبډلې په بیا ښه راتګ او وړتیا سره وکولای شول دغه لوبه مساوي کړي.په پای کې د افغانستان ملي لوبډلې د لوبې په وروستیو شېبو کې یو پینالټي ترلاسه کړ او په ګول یې بدل کړ او دغه مهمه لوبه یې د افغانستان په ګټه پای ته ورسوله.دا لوبه د دوه زره شپږویشتم کال نړیوال جام او د دوه زره اووه ویشتم کال آسیا میلتونو جام لپاره د کوالیفای دویم پړاو په چوکاټ کې ترسره کیږي.

راپور: احمد خالد امرخیل

تگ