د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې سبا لوبه لري
حوت 16, 1402 12:00 Asia/Kabul
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه سبا د یو ورځنیو لوبو سیریز پیلوي.
لومړۍ لوبه چهارشنبه مازیګر په شارجه کې پلان شوې.
افغان کرکټ بورډ ویلي دغو لوبو ته ملي ټیم چمتووالی نیولی دی.
د ایرلنډ په وړاندې درېیو یو ورځنیو لوبو ته ملي ټیم د نورو پخوانیو او با تجربه لوبغاړو سربېره درې ځوان لوباړي الله محمد، غضنفر خروټی او بلال سمیع هم غوره شوي.
دغو لوبو کې به قضاوت یا لوبڅاري د څلورو افغان امپایرانو/لوبڅارانو پر غاړه وي.
راشد خان او مجیب الرحمن چې د ملي ټیم مهم لوبغاړي دي له ژوبلېدو وروسته لا هم د استراحت او بیا چمتووالي په حال کې دي او دغو لوبو کې هم نشته