حوت 12, 1402 19:47 Asia/Kabul
  • د ایرلینډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

وروسته له هغې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ کې د ایرلینډ پر وړاندې ماتې وخوړه، د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د یاد هېواد پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې په لومړي ځل ځیني ځوانانو ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې حشمت الله شهیدي، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، اکرام علیخېل، محمدنبي، ګلبدین نایب، ننګیالی خروټی، الله محمدغضنفر، بلال سمیع، فضل حق فاروقي، نوراحمد، نوید ځدراڼ او فرید احمد شامل دي.

په احتیاطي لوبغاړو کې قیس احمد، ضیاالرحمن اکبر او شاهدالله کمال ته ځای ورکړل شوی دی.

د ویلو ده چې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د مارچ په ۷مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.