حوت 12, 1402 19:44 Asia/Kabul
  • فوټسال؛د سعودي فوټسال لیګ   کې د افغان لوبغاړو ځلېدنه

د سعودي عربستان پریمیر لیګ کې د الطائي فوټسال لوبډلې د افغان فوټسال لوبغاړو په ځلیدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د سعودي عربستان د فوټسال لیګ په څوارلسمه اونۍ په دوام الطائي لوبډلې د سید حسین موسوي او حمیدرضا حسیني په تکړه توپ اچونې سره سیالې لوبډلې ته اته په پنځه سره ماتې ورکړه. دا په دې لیګ کې د الطائي لوبډلې دویمه بریا وه او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوو پياوړو ګول وهونکو په دې بریا کې رغنده رول ولوباوه.

په دې لوبه کې څلور ګولونه افغان لوبغاړو ترسره او پاتې څلورو ګولونو کې یې دوه پاسونه هم دوي ترسره کړل.

د سعودي پریمیر فوټسال لیګ سیالۍ په دوو لسو ګروپونو کې ترسره کیږي، الف او ب او التائي ټیم د شپږو نمرو په لرلو سره په الف ګروپ کې نهم دی او په دې ګروپ کې النصر ټیم د څلور دیرش نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې دی.