کرکټ؛ افغانستان او ایرلنډ ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې هم کوي
حوت 10, 1402 11:45 Asia/Kabul
کرکټ؛ افغانستان او ایرلنډ ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې هم کوي
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ نن د کرکټ د ټسټ لوبې دوهمه ورځ ده.
پرون ایرلنډ سل منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
تر ایرلنډ مخکې افغان لوبغاړي د یوسل او پنځه پنځوس منډو له جوړیدو سره سوځیدلي و.
په عربي متحد اماراتو کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ همدا یوه پنځه ورځنۍ لوبه په پام کې ده او ټاکل شوې ده چې تر دې وروسته د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې په خپلو منځونو کې درې یو ورځنۍ او درې د شلو اورونو لوبې هم وکړي.